دخپریدو نیټه :جمعه ۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۲۸
د مطلب کود : 171653
په افغانستان کې د ولسی جرګې ټاکنو لپاره کاندیدانو کمپاین رسمآ پیل شو
افغاستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د کاندیدانو کمپاین نن رسماً پیل شوی دی.

د ټاکنو کمېسیون چارواکي زیاتوي، چې د ولسي جرګې ټاکنو لپاره د کاندیدانو کمپاین به د تلې تر ۲۵ مې نیټې پورې دوام وکړي.
د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون له کاندیدانو غوښتې چې د خپلو انتخاباتي کمپاینونو په دوران اړوندو قوانینو ته درناوی وکړي.
ټاکل شوې ده چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د بایومټریک سیسټم په وسیله ترسره شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکي وایي د راتلونکو انتخاباتو لپاره د بایومټریک پېژندنې ۴۴۰۰ دستګاوې ترلاسه کړې دي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په یوه باین کې ویلي، چې د بیومټریک ماشین درې برخې (ماشین یا ډیوایس، پرنټر او پاوربانک) لري. ډیوایس د معلوماتو راټولو لپاره ده، د سکنر فنګر پرنټ، کمره او د معلوماتو د راټولو پروګرام لري او له سیمکارت او وای فای څخه په ګټې اخیستنې په آنلاین او آفلاین شکل کار کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د دې ماشین سافټوئیر د دؤو ګوتو نښه، د وګړي انځور، د تذکرې او سټیکر انځور اخلي او امنیتي کوډ پکې وهل کیږي، معلومات ذخیره کوي او ځانګړۍ کوډ پرنټ کوي. په ۴۰ ثانیو یا یوې قیقې کې دغه کار کوي او کارونه یی ساده ده او مشخص محل ته ځانګړی کیږي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون په وینا په غیرمترقبه حالاتو کې له دې ماشین څخه هیڅوک ګټه نشي اخیستی او له عمومي ماشین (دستګاه) یعني سرور څخه د کارونې وړ دی. د دې ماشین معلومات د درغلی وړ ندي او د تکراري معلوماتو د پیژندنې وړتیا لري.
 
https://avapress.com/vdciwzazpt1ayq2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته