دخپریدو نیټه :جمعه ۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۳۴
د مطلب کود : 171654
ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دی دمه څلور زره څخه زیات بایومتریک دستګاوی ترلاسه کړي
د افغانستان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون چارواکي وايي چې تر دې دمه یې د بایومتریک څلور زره د ستګاوې ترلاسه کړي او ډېر ژر به نورې هم ترلاسه کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مالي او اداري مرستیال معاذالله دولتي په دی اړه ویلي دی چې پاتې شل زره د ستګاوې به راتلونکې اونۍ ترلاسه کړي:
"د انتخاباتو خپلواک کمیسیون له ۴ زرو زیاتې دستګاوې ترلاسه کړي او تمه ده د رای ورکولو د ټولو یوویشت زره مرکزونو لپاره چې ۲۴ زره ورته په پام کې نیول شوې دي، د اړتیا وړ بایومتریک دستګاوې په راروانه اونۍ کې کمیسیون ته ورکړل شي."

ښاغلی دولتي وايي، هڅې روانې دي چې بایومتریک دستګاوې د رای ورکولو ټولو مرکزونو او محلونو ته واستول شي، خو نوموړی یادونه کوي چې په بیلابیلو دلایلو د رای ورکولو ځینو مرکزونو ته د دې دستګاوو د نه رسیدو په صورت کې به کمیسیون بیا هم د امکان تر حده هڅه وکړي چې انتخابات له درغلیو پرته او په شفافیت ترسره کړي.
د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون مالي او ادارې مرستیال همداراز وویل رای پاڼې به د رای ورکولو مرکزونو ته د راجسټر شویو خلکو له فهرست سره سم واستول شي.

خو د آزادو او عادلانه انتخاباتو ټولنه د انتخاباتو په ورځ د دوو طریقو له کارولو سره مخالفت کوي.
د دې ټولنې اجراییوي رییس یوسف رشید په دی اړه وویل چی دوه ګونې طریقې ښايي داسې ستونزې رامینځ ته کړي چې بیا به اداره کېږي نه:
" په کار ده چې واحد موقف او واحده تګلاره ونیسي. که رای پاڼې دي که بایومتریک دی په دې ټولو کې باید واحده تګلاره وي. دوه ګونې طریقې هېڅ ګټه نلري او ښايي له انتخاباتو وروسته نوې ستونزې رامینځ ته کړي چې مدیریت یې ښايي ډېر ساده نه وي."
د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې په انتخاباتو کې له بایومتریک سیسټم څخه د کار اخیستو پریکړه وروسته له هغه وکړه چې له څو سیاسي ګوندونو جوړ لوی ملي ائتلاف بایومتریک سیسټم د درغلیو د مخنیوي لپاره مهم وباله، ویې ویل که له دې سیسټم څخه کار وانخیستل شي نو دوی به دا انتخابات تحریم کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمیسیون وايي چې د دې سیسټم به مرسته به دا یقیني شي چې یو کس له یوځل زیاتې رایې ورنکړي.
په پام کې ده چې د ولسي جرګې انتخابات د روانې تلې- میزان په ۲۸مه ترسره شي.
همداراز د کاندیدانو انتخاباتي کمپاین نن جمعه د تلې په شپږمه پیلېږي او د تلې تر ۲۵ پورې دوام کوي.
 
https://avapress.com/vdcjivevxuqeamz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته