دخپریدو نیټه :جمعه ۶ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۴۲
د مطلب کود : 171655
بادغیس ولایت کې ۹تنه پولیس له وسله والو سره یوځای شوی
راپورونه وایی، بادغیس کې د افغان یوې امنیتي پوستې ۹ سیمه ییز پولیس د وسله والو طالبانو سره یو ځای شوی دی.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ابکمري ولسوال نن ورځ په دی اړه رسینو ته ویلي،  یاد پولیس پرون د بادغیس په ابکمري ولسوالۍ کې له طالبانو سره یو ځای شوي دي.
سرچینی وایی، پولیس ددغه ولسوالۍ د خالق آباد سیمې د یوې پوستې سرتېری وو او وسلې یې هم له ځان سره وړي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه تبصره نه دی کړی.
https://avapress.com/vdcam6n6m49n0i1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته