کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ولسمشر غنی غزنی ولایت ته ۱۰۰ میلیونه افغانی ځانګړئ کړې

7 میزان 1397 ساعت 9:47

د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي ولسمشر محمد اشرف غني سل میلیونه افغانی غزني ولایت ته ځانګړې کړې او د عمراني پروژو د پلې کولو لپاره اړوندو مسوولینو لازمي لارښوونې کړې دي.




ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني پرون د غزني ولایت له بېلا بېلو اقشارو سره د کتنې پر مهال وویل، چې د غزني ښار د حدودو د تعین، د بندونو د مدیریت، د ښوونځیو د ودانیو د جوړولو، د کرنې، د غزني د ښځو د بنیادي ستونزو د حل، د لیلیې کار د بشپړولو، د تعلیمي او تحصیلي پارک او د غزني د جامع جومات جوړولو په اړه یې اړونده مسوولینو ته لارښوونې  کړې دي.
ولسمشر غني زیاته کړه، چې سل میلیونه افغانۍ غزني ولایت ته ځانګړې شوېدي او د هغه ولایت له خلکو یې وغوښتل چې د دې بودجې د ښه لګښت په اړه والي او محلي مسوولینو سره په همغږۍ توافق ته ورسېږي.
ارګ ماڼی وایي په دغو مراسمو کې مراسمو کې د غزني والي وحیدالله کلیمزي، د ولایتي شورا رئیسې لطیفې اکبري او د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجنیر محمدخان د غزني ولایت عمومي امنیتي وضعیت ته د جمهور رئیس د پاملرنې مننه وکړه.
هغوی وویل، خلک له جنګ څخه ستړي دي اوختمول یې غواړي. د بېلابېلو اقشارو استازي د حکومت د انکشافي پروګرامونو ملاتړ کوي او په یاد ولایت کې یې د رڼو ټاکنو غوښتنه وکړه.
 


د مطلب کود: 171673

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171673/ولسمشر-غنی-غزنی-ولایت-ته-۱۰۰-میلیونه-افغانی-ځانګړئ-کړې

آوا
  https://www.avapress.com