کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سعودی عربستان کې افغان حکومت پلاوی د طالبانو یو شمیر استازو سره کتلې

7 میزان 1397 ساعت 9:51

د راپورونو له مخې، د افغان حکومت یوه پلاوي په سعودي عربستان کې د طالبانو له یو شمېر استازو سره کتلي دي.



د طالبانو یوه استازي د نوم نه ښودلو په شرط رویټرز خبرې اژانس ته ویلي، چې افغان چارواکو د طالبانو له استازو سره د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په اړه غږيدلي دي.
سرچینه زیاتوي، چې افغان چارواکو د طالبانو له استازو څخه غوښتې دي چې په سولییزه توګه د ټاکنو په ترسره کولو کې له حکومت سره همکاري وکړي.
د سرچینې په وینا، افغان حکومت د یو شمېر طالب بندیانو له خوشې کولو سره هم موافقه کړې ده او هغه بندیان چې جرمونه یې واړه وو، خوشې شوي دي.
د طالبانو دغه سرچینه وایي چې د نورو زندانیانو د خوشې کولو لپاره هلې ځلې روانې دي.
سرچینه زیاتوي، چې په زندانانو کې بند طالبان په درېیو کټګوریو کې وېشل شوي دي، چې پر اساس به یې یاد زندانیان په راتلونکي کې له زندانونو څخه خوشې شي.
د افغانستان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 171675

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171675/سعودی-عربستان-کې-افغان-حکومت-پلاوی-د-طالبانو-یو-شمیر-استازو-سره-کتلې

آوا
  https://www.avapress.com