دخپریدو نیټه :شنبه ۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۸
د مطلب کود : 171676
کندز ولایت چهار درې ولسوالی کې د افغان پوځ په عملیاتو کې ۴۸ وسله والو ته مرګژوبله اوښتې
د افغانستان په شمال کې د افغان پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي د کندز په چهار درې ولسوالی کې د یو تاجکستاني په ګډون ۴۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې یادو وسله والو ته په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې  په دغو عملیاتو کې ۳۱ وسله وال وژل شوي چې پکې د تاجکستان یوه وګړی هم شامل دي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، په وژل شویو کې د علي اباد ولسوالی لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال ولسوال قاري نعمت الله هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د عملیاتو په ترڅ کې ۴۸ کړی ماینونه کشف او خنثی شوي او د وسله والو ۱۱ قرارګاوې، د ماین جوړولو ۳ ډیپوګانې، د ماینونو ۶۰ فیوزونه، ۳ عرادې ګاډي، او یو شمېر نور تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دوسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcd5f0f9yt0596.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته