کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

کندز ولایت چهار درې ولسوالی کې د افغان پوځ په عملیاتو کې ۴۸ وسله والو ته مرګژوبله اوښتې

7 میزان 1397 ساعت 9:58

د افغانستان په شمال کې د افغان پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي د کندز په چهار درې ولسوالی کې د یو تاجکستاني په ګډون ۴۸ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



د ۲۰۹ شاهین قول اردو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې یادو وسله والو ته په تېرو ۷۲ ساعتونو کې د ځانګړو ځواکونو عملیاتو په ترڅ کې یې مرګ ژوبله اوښتې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې  په دغو عملیاتو کې ۳۱ وسله وال وژل شوي چې پکې د تاجکستان یوه وګړی هم شامل دي او ۱۷ نور ټپیان شوي دي.
د ۲۰۹ شاهین قول اردو په وینا، په وژل شویو کې د علي اباد ولسوالی لپاره د طالبانو نومول شوی مرستیال ولسوال قاري نعمت الله هم شامل دي.
په خبرپاڼه کې دا هم راغلي چې د عملیاتو په ترڅ کې ۴۸ کړی ماینونه کشف او خنثی شوي او د وسله والو ۱۱ قرارګاوې، د ماین جوړولو ۳ ډیپوګانې، د ماینونو ۶۰ فیوزونه، ۳ عرادې ګاډي، او یو شمېر نور تجهیزات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
دوسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 


د مطلب کود: 171676

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171676/کندز-ولایت-چهار-درې-ولسوالی-کې-د-افغان-پوځ-په-عملیاتو-۴۸-وسله-والو-ته-مرګژوبله-اوښتې

آوا
  https://www.avapress.com