دخپریدو نیټه :شنبه ۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۹
د مطلب کود : 171689
ننګرهار کې د ښوونځیو مخې ته درې پرله پسې چاودنې شوي

د ننګرهار ولایت مرکز د جلال اباد ښار او د دغه ولایت سرخرود ولسوالۍ کې د ښوونځیو سره نږدې نن د شنبې په سهار (تلې اومه ) درې چاودنې شوي چې يو ملازم یې زخمي کړی دی.

اوله او دویمه چاودنه د سرخرود ولسوالۍ پیر سید احمد ګیلاني او چهار باغ صفا ښوونځیو مخې نن سهار شاوخوا اوه بجې شوې دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته وویل چې د پیر سید احمد ګیلاني لېسه کې انجونې او هلکان درس وايي او د چهارباغ ابدایه ښوونځي کې هم هلکان او نجونې درس وايي خو چاودنې په داسې یو وخت کې شوي چې زده کوونکي لا ښوونځيو ته نه ورغلي او چاودنې یو ملازم سرسري زخمي کړی دی.
نوموړی وايي دواړه چاودنې د ښوونځیو مخې ته شوي.
د ننګرهار د پوهنې ریاست ویاند محمد اصف شینواري امریکا غږ ته وویل چې دریمه چاودنه د جلال اباد ښار کې عربانو لېسې مخې ته شوې ده.
نوموړی وايي چاودنه په څه باندې اته بجې شوې او د لېسې مخې ته په یو کثافت دانۍ کې د خوندي شوي ماین په وجهه شوې ده، خو زیان نه لري.
په دې وروستیو کې ننګرهار کې دغه ‌‌‌‌‌‌ډول چاودنې زیاتې شوي دي، وړاندې داعش ‌‌‌‌‌‌ډلې په ښوونځیو د بریدونو او چاودنو ګواښ کړی و.
دوه اونۍ مخکې هم جلال اباد او بهسودو ولسوالۍ کې د ښوونځیو مخې ته ورته چاودنې شوې وې چې یو ماشوم یې وژلی و او د زده کوونکو په ګ‌‌‌‌‌‌ډون یې یو شمېر لارویان زخمیان کړي وو.
خو ددغو ټولو بریدونو مسولیت تر اوسه کومې وسله والې ‌‌‌‌‌‌ډلې نه دی منلی.
 
https://avapress.com/vdch6znzw23nq-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته