کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

الیس ویلز: امريکا له طالبانو سره د افغان حکومت په مشرۍ خبرې غواړي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 میزان 1397 ساعت 12:02


سویلي اسیا لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیاله، الیس ویلز وايي د افغان حکومت له مشرۍ پرته له طالبانو سره خبرې کول مثبته نتيجه نه ورکوي.
الیس ویلز ویلي له طالبانو سره هر ډول خبري د افغان حکومت او ملت په مشرۍ تر سره کېږي.
د ویلز په ویناپرته د افغان حکومت او ملت له مشرۍ څخه به بل هيڅ ډول خبري اغيزمني نه وي او هیڅ سياسي حل لاره به ونه شي کولای چې په دې برخه کې مثبته نتيجه وکړي.
نوموړي دا هم ويلي چې واشنکټن له اسلام اباد سره د ښو اړيکو غوښتونکی دی.
ميرمن ويلز ويلي پاکستان کولای شي چې د افغانستان د سولې او ثبات په برخه کې اغيزمن رول ولوبوي او امريکا تمه لري چې پاکستان د ترهګرو پر ضد کوټلي ګامونه پورته کړي.
الیس ویلز تر اوسه څو ځلې په قطر کې له طالب چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه خبرې کړي دي.
 


د مطلب کود: 171690

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171690/الیس-ویلز-امريکا-له-طالبانو-سره-د-افغان-حکومت-په-مشرۍ-خبرې-غواړي

آوا
  https://www.avapress.com