کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په خوست ولایت کې ولسي جرګې د یو نوماند پر ګاډي چاودنه شوې

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 7 میزان 1397 ساعت 14:49

د خوست سیمه ییز چارواکي وایي د خوست ښار په مربوطاتو کې د ولسي جرګې د یو کاندید پر موټر چاودنه شوې ده.



د خوست ولایت د والي ویاند طالب منګل تائیدوي چې د ولسي جرګې د یو نوماند عبدالولي اخلاص پر ګاډي چاودنه شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې دغه پیښه د خوست ښار د پروژې پل ته څېرمه نن سهار رامنځته شوې ده.
د ښاغلي منګل په وینا، د چاودنې له کبله یوه ملکي وګړی ټپي شوی دی او بل چا ته زیان نه دی اوښتی.
تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
خوست د افغانستان په ختېځ کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د خوست  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 171704

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171704/په-خوست-ولایت-کې-ولسي-جرګې-د-یو-نوماند-پر-ګاډي-چاودنه-شوې

آوا
  https://www.avapress.com