دخپریدو نیټه :شنبه ۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۱
د مطلب کود : 171710
په ننګرهار کې پر سرحدي سرتېرې برید کوونکی طالب ژوندی ونیول شو
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر په ډاګه کړې، چې د دغه ولایت د غني خېلو ولسوالۍ په مارکو بازار سیمه کې د وسلوالو طالبانو یو سرګروپ قدرت الله نومي، چې غوښتل یې د تفنګچې په وسیله د سرحدي ځواکونو پر یوه سرتېرې ډزې وکړې؛ د ګډو ځواکونو له لوري ژوندی ونیول شو.

د غني خېلو ولسوال حاجي غالب مجاهد وایي، له یاد وسلوال طالب سره یو میل هغه تفنګچه هم نیول شوې،چې د مارکو په بازار کې یې د سرحدي ځواکونو پر سرتېرې ډزې وکړې.
 د نوموړي وسلوال طالب په ترسره شوي برید کې چاته زیان نه دی اوښتی.
دغه راز د ننګرهار والي وياند عطاالله خوږياڼى ويلي؛ نن سهار په ننګرهار کې د درې ښوونځيو مخې ته درې پرله پسې چاودنې رامنځته شوې دي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ لومړۍ چاودنه د سهار پر شاوخوا اووه بجې د سره رود ولسوالۍ د چار باغ صفا لیسي مخې ته شوې، چې يو ملازم په کې ټپي شوى.
هغه زیاتوي، دوه یمه چاودنه شاوخوا اووه نيمې بجې د سره رود ولسوالۍ د پيرسيداحمد ګيلاني د لیسې مخې شوې؛ خو زيان يې نه دى اړولى.
 خوږياڼي دا هم ويلي؛ درېيمه چاودنه اووه بجې او څلوېښت دقيقې د جلاآباد ښار د دوه يمې ناحيې   د عربانو د لیسې مخې ته شوې، چې د لیسي ودانۍ يې لږ څه زيانمنه کړې، خو د سرزيان يې نه دى اړولى.
په درې واړه ښوونځيو کې په بېلابېلو وختونو کې هلکان او نجونې زدکړې کوي.
 د درې واړه چاودنو مسووليت چا پرغاړه نه دى اخیستی؛ خو مخکې داعش د ننګرهار پر ښوونځيو د بريدونو ګواښ کړى و.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccssqsx2bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته