دخپریدو نیټه :شنبه ۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۳۷
د مطلب کود : 171738
پروان ولایت کې یو پوځی الوتکې لوېدلو له امله اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتي
د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي په کوه صافي ولسوالی کې یوه پوځي هلیکوپټره لوېدلې چې له امله یې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د پروان ولایت د والي ویاندې وحیدې شهکار وویل، چې پیښه نن سهار د ولایت د کوه صافي ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
نوموړې زیاته کړه، چې په دغه پیښه کې د ملي پوځ اتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پروان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د پروان  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 
https://avapress.com/vdcc1sqs42bqmm8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته