کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

پروان ولایت کې یو پوځی الوتکې لوېدلو له امله اتو کسانو ته مرګژوبله اوښتي

7 میزان 1397 ساعت 20:37

د پروان ولایت سیمه ییز چارواکي وایي په کوه صافي ولسوالی کې یوه پوځي هلیکوپټره لوېدلې چې له امله یې اتو کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.



د پروان ولایت د والي ویاندې وحیدې شهکار وویل، چې پیښه نن سهار د ولایت د کوه صافي ولسوالی په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
نوموړې زیاته کړه، چې په دغه پیښه کې د ملي پوځ اتو سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پروان د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
د پروان  په یو شمېر لرو پرتو سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي.
 


د مطلب کود: 171738

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171738/پروان-ولایت-کې-یو-پوځی-الوتکې-لوېدلو-له-امله-اتو-کسانو-ته-مرګژوبله-اوښتي

آوا
  https://www.avapress.com