کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په اندونیزیا کې زلزلې او سونامې له امله نږدی ۴۰۰ تنه مړه شوي

7 میزان 1397 ساعت 20:40

په اندونیزیا کې د جمعې د ورځې د زلزلې او سونامې څپو له امله د مړو شمېر نېږدې څلور سوه ته لوړ شوی دی.



د اندونیزیا په سولاویسي ټاپو کې پرون ناوخته د ۷ اعشاریه پنځه درجې یوې زلزلې د سونامې څپې پورته کړې چې له امله يې سلګونه کسان مړه شوي او زیات کورونه له منځه تللي دي.
د اندونیزیا له طبیعي پېښو سره د مبارزې اداره وايي، تر اوسه پورې د زلزلې او سونامې له امله، د سولاویسي ټاپو په پولو ښار کې د ۳۸۰ کسانو مړینه تأيید شوې ده.

د زلزلې ټکان له درېیو نیولې، تر لسو مترو پورې لوړې څپې پورته کړي چې د مرګ ژوبلې سربېره يې، سړکونه ویجاړ کړي او مخابراتي شبکې يې تخریب کړې دي.
د اندونیزیا چارواکو ویلي چې په پولو ښار هغه مهال د سونامې څپې واوښتې، کله چې دغلته زرګونه کسان په یوه ساحلي فیسټوال کې راغونډ شوي وو.
د اندونیزیا دولتي ټلویزیون په پولا ښار کې د سونامې څپو وډیوګانې خپرې کړې دي چې خلک په کې د چغو او تېښتې په حال کې ښکاره کېږي.
د اندونیزیا د بېړنیو حالاتو کمېټې ویلي، د عاجلو مرستو د رسولو لپاره د پولا هوايي ډګر فعال دی، خو د هوايي کرښو شرکتونو ویلي دي چې د دې ښار د هوايي ډګر د الوتکو د ځغاستې کرښه یا (رن وې) او د میدان د څار برج زیانمن شوي دي.
د پولا ښار د زندان دیوالونه هم د سونامې څپو نړولي دي چې له امله يې ۵۶۰ زندانیان تښتېدلي دي.
ملګرو ملتونو ویلي، د اندونیزیا له حکومت سره په تماس کې دي او د اړتیا په صورت کې دوی له سونامې ځپلو سیمو سره مرستې ته چمتو دي.

د اندونیزا جغرافیايي موقعیت ته په پام، دا څو ځله سختو طبیعي پېښو ځپلی دی.
د ۲۰۰۴ میلادي کال په ډسمبر میاشت کې د ۹ اعشاریه یوې درجې یوې سختې زلزلې د سونامې څپې پورته کړې چې په اندونیزیا او شااوخوا هېوادونو کې يې ۲ لکه او دېرش زره کسان مړه کړل.
د روان کال په اګست میاشت کې د زلزلې یوه ټکان د اندونیزیا لومبوک ټاپو ولړځاوه چې په نتیجه کې یې ۵۰۵ کسان مړه شول.
 


د مطلب کود: 171739

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171739/په-اندونیزیا-کې-زلزلې-او-سونامې-له-امله-نږدی-۴۰۰-تنه-مړه-شوي

آوا
  https://www.avapress.com