دخپریدو نیټه :شنبه ۷ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۴۵
د مطلب کود : 171740
مسکو سوریې ته s-300  ډوله دفاعي راکټي یېستم ورکول پیل کړل
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وایي، مسکو سوریې ته د (s-300) ډوله دفاعي راکټي سېستم ورکول پیل کړل.

سرګي لاوروف تېره ورځ ناوخته د ملګرو ملتونو په مقر کې د خبرو پر مهال وویل چې د روسیې د پوځي الوتکې تر سقوط وروسته، د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین په سپارښتنه د دغو راکټونو د ورکولو بهیر پیل شو.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، دا تدابیر په سوریې کې د روسي سرتېرو د بشپړ خوندیتوب لپاره نیول شوي دي.
تر دې وړاندې واشنګټن او اسرائیل د دغه اقدام په اړه مسکو ته خبرداری ورکړی و.
 
https://avapress.com/vdcfjydyxw6deea.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته