کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني د آسیا جام په سیالیوکې مډال راوړنکي تقدیر کړل

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 میزان 1397 ساعت 10:01



د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په اندونیزیا کې د آسیا جام له سیالیو څخه راستانه شوي دوه تنه مډال راوړونکي ورزشکاران، د نغدي جایزو په ورکړې، تقدیر کړل.
د جمهور رييس د وياند دفتر  ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې دوو تنو مډال راوړونکو ورزشکارانو محمد خالد هوتک او محمد منصور سروري خبرې وکړې او ورزشکارانو ته یې د جمهور رئیس له پاملرنې او ملاتړ څخه مننه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس دغو ورزشکارانو ته د نغدي جایزو له ورکړې وروسته وویل، له ورزش څخه د ملاتړ په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
جمهوررئیس دوی ته په خطاب کې وویل، تاسې د افغانستان ویاړ یاست چې د مډالونو په ترلاسه کولو مو هېواد سرلوړی کړ.
هغه د هېواد د المپک ملي کمیټې له رهبرۍ او ورزشکارانو د هڅو مننه وکړه ويې ویل: زما ملاتړ درسره دی.


د مطلب کود: 171766

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171766/جمهور-رئیس-غني-د-آسیا-جام-په-سیالیوکې-مډال-راوړنکي-تقدیر-کړل

آوا
  https://www.avapress.com