دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۱
د مطلب کود : 171766
جمهور رئیس غني د آسیا جام په سیالیوکې مډال راوړنکي تقدیر کړل

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې په اندونیزیا کې د آسیا جام له سیالیو څخه راستانه شوي دوه تنه مډال راوړونکي ورزشکاران، د نغدي جایزو په ورکړې، تقدیر کړل.
د جمهور رييس د وياند دفتر  ته خبر ورکړ:
په دې کتنه کې چې په ارګ کې وشوه، په پیل کې دوو تنو مډال راوړونکو ورزشکارانو محمد خالد هوتک او محمد منصور سروري خبرې وکړې او ورزشکارانو ته یې د جمهور رئیس له پاملرنې او ملاتړ څخه مننه وکړه.
د هېواد جمهوررئیس دغو ورزشکارانو ته د نغدي جایزو له ورکړې وروسته وویل، له ورزش څخه د ملاتړ په برخه کې هر ډول همکارۍ ته چمتو دی.
جمهوررئیس دوی ته په خطاب کې وویل، تاسې د افغانستان ویاړ یاست چې د مډالونو په ترلاسه کولو مو هېواد سرلوړی کړ.
هغه د هېواد د المپک ملي کمیټې له رهبرۍ او ورزشکارانو د هڅو مننه وکړه ويې ویل: زما ملاتړ درسره دی.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcd9f0f9yt0556.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته