کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د چابهار بندر د امریکا په تحریمونو کې نه شاملیږی

8 میزان 1397 ساعت 10:35

د امریکا خاص نماینده د جنوبی او مرکزی اسیا لپاره وایی چی هیواد یی په نظر کې لری د افغانستان او هند ترمنځ د تجارتی اړیکو ډیرولو لپاره د چابهار بندر د تحریمونو څخه لیری وساتو.


 
الیس ویلز؛ هندی سرچینو سره په خبرو کې وویل، د چابهار بندر کې د هیواد څیړنو په شروع سره خبر ورکړي او وایی چی هڅه لری ترڅو دا بندر د امریکا تحریمونو څخه لیری وساتی.
په همدی وخت کې د ترانسپورت وزارت وایی چی د ایران، هند او افغانستان سرمایه ګذاری په دی بندر کې سریع توګه جریان لری.
حکمت الله فوانچ د ترانسپورت وزارت ویاند و آریانا نیوز ته وویل: ایران د سرمایه ګذاریو لپاره ځمکه هغوی ته ورکوی. د چابهار بندر تړون تطبیق پلان پوره شوی او آماده یو چی لازم تسهیلات د افغان تجارانو لپاره په دی بندر کې آماده کړو.
د تجارت خونې په وینا همدا اوس ۶۰ تجاران د هیواد څخه د ۱۵۰ میلیون دالر څخه ډیر د ترانسپورت په برخه کې او چابهار بندر کې کارخانو رامنځته کولو کې لګولی دی.
مخکې له دی افغانستانی چارواکی د امریکا څخه غوښتی وو چی دا بندر د تحریمونو څخه استثنا کړی.
 


د مطلب کود: 171770

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171770/د-چابهار-بندر-امریکا-په-تحریمونو-کې-نه-شاملیږی

آوا
  https://www.avapress.com