کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

راشد خان په یو ورځنیو سیالیو کې د الراونډرانو لومړی مقام خپل کړ

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 8 میزان 1397 ساعت 11:47

د کرکټ نړیوالې شورا یا آی- سي- سي په نوې درجه بندۍ کې د افغانستان ځوان لوبغاړی راشد د یو ورځینو سیالیود الراونډرانو په ډله کې لومړی مقام خپل کړی دی.



د کرکټ نړیوالې شورا د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، ویرات کوهلي د یو ورځینو سیالیو د توپ وهوونکو په ډله کې لومړی مقام خپل کړی دی او همداشان هندي لوبغاړی جسپریت بومرا د یو ورځینو سیالیو د توپ اچوونکو یا بالرانو په ډله کې لومړی مقام ګټلی دی.
د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په نوملړ کې دوهم ځای بنګله دېشي لوبغاړی شکیب الحسن او درېیم ځای محمد نبي خپل کړی دی.
همداراز د یو ورځینو لوبو د توپ وهوونکو په نوملړ کې دوهم ځای هندی لوبغاړی روهت شرما او د یو ورځینو لوبو د توپ اچوونکو یا بالرانو په نوملړ کې دوهم ځای راشد خان خپل کړی دی.
بلخوا د یو ورځینو لوبو د توپ وهوونکو په نوملړ کې درېیم ځای د انګلستان لوبغاړی جو روټ او د توپ اچوونکو او بالرانو په نوملړ کې درېیم ځای هندي لوبغاړی کلدیپ یادو ګټلی دی
 


د مطلب کود: 171779

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171779/راشد-خان-په-یو-ورځنیو-سیالیو-کې-د-الراونډرانو-لومړی-مقام-خپل-کړ

آوا
  https://www.avapress.com