دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 171779
راشد خان په یو ورځنیو سیالیو کې د الراونډرانو لومړی مقام خپل کړ
د کرکټ نړیوالې شورا یا آی- سي- سي په نوې درجه بندۍ کې د افغانستان ځوان لوبغاړی راشد د یو ورځینو سیالیود الراونډرانو په ډله کې لومړی مقام خپل کړی دی.

د کرکټ نړیوالې شورا د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې، ویرات کوهلي د یو ورځینو سیالیو د توپ وهوونکو په ډله کې لومړی مقام خپل کړی دی او همداشان هندي لوبغاړی جسپریت بومرا د یو ورځینو سیالیو د توپ اچوونکو یا بالرانو په ډله کې لومړی مقام ګټلی دی.
د یو ورځنیو لوبو د الراونډرانو په نوملړ کې دوهم ځای بنګله دېشي لوبغاړی شکیب الحسن او درېیم ځای محمد نبي خپل کړی دی.
همداراز د یو ورځینو لوبو د توپ وهوونکو په نوملړ کې دوهم ځای هندی لوبغاړی روهت شرما او د یو ورځینو لوبو د توپ اچوونکو یا بالرانو په نوملړ کې دوهم ځای راشد خان خپل کړی دی.
بلخوا د یو ورځینو لوبو د توپ وهوونکو په نوملړ کې درېیم ځای د انګلستان لوبغاړی جو روټ او د توپ اچوونکو او بالرانو په نوملړ کې درېیم ځای هندي لوبغاړی کلدیپ یادو ګټلی دی
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchqznzw23nqqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته