دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۰۱
د مطلب کود : 171789
د افغان پوځ MD530F الوتکو دشت ارچي کې پر طالبانو بمبار کړی
د افغان هوایي ځواکونو جنګي الوتکو د کندز ولایت په دشت ارچي ولسوالی کې پر طالبانو بمبار کړی، چې له امله یې ۶ وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په شمال کې د ملي پوځ ۲۰۹ شاهین قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د افغان هوایي ځواکونو MD530F جنګي الوتکو د دشت ارچي ولسوالی اړوند په شرشره کلي کې پر طالبانو هوایي بریدونه ترسره کړي، چې په ترڅ کې یې ۲ وسله وال وژل شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په دغو بریدونو کې د دولت ضد ۴ وسله وال ټپیان هم شوي دي.
د وسله والو طالبانو په ګدون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
کنندز د افغانستان په شمال کې په تیرو څو کلونو کې له نسبتا امنو ولایتونو څخه شمیرل کیده، خو په وروستیو کې یې امنیتي وضعیت نسبتا خراب شوی دی.
خو د افغان پوځ چارواکي وایي د کندز ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې د مخالفو وسله والو د ځپلو لپاره د افغان ځواکونو عملیات دوام لري.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcivzaz3t1ayy2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته