دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۳
د مطلب کود : 171800
سرپل ته نوی والي وټاکل شو
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي، چې ښاغلي عبدالقادر اشنا د سرپل ولایت د نوی والي په توګه ټاکل شوی دی.

د سیمه ییز ارګانونو له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د سيمه ‌ييزو ارګانونو د خپلواکې ادارې په وړانديز او د ولسمشر د حکم په اساس، ښاغلی عبدالقادر اشنا د سرپل د نوي والي په توګه وټاکل شو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ښاغلی اشنا لوړې زده‌کړې، ښه تجربه لري او لوړ استعداد لري.‌
په خبرپاڼه کې راغلي ”د سيمه‌ييزو ارګانونو خپلواکه اداره ښاغلي عبدالقادر اشنا ته په چارو کې بريا غواړي او تمه لري چې سرپل ته د ده تګ به د خلکو او خاورې لپاره د لا ښه خدمت او نېک‌مرغي د يوه نوي پړاو پيل وي. “
د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وایي ”په دې سربېره، د سيمه‌ييزو ارګانونو رهبري د سرپل له مخکېني والي ښاغلي محمد ظاهر وحدت څخه په دغه ولايت کې د ښې حکومتولي په برخه کې د دوی هڅو مننه کوي او د ژوند په چارو کې ورته بريا غواړي. “
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdccxsqsx2bqm48.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته