دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۹:۵۶
د مطلب کود : 171824
ملی امنیت ریاست په کابل کې ځان وژونکو بریدونو دوه تنه تنظیم کوونکې نیول شوی
د افغانستان د ملي امنيت د رياست وايي، چې په پلازمېنه ښار كې يې د ځان وژونكو بريدونو دوه تنه تنظيم كونكي نيولي دي.

د ملي امنیت ریاست له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د حقاني شکبې اړوند دوه کسان چې غوښتل یې د کابل ښار د نهمې امنیتي حوزې پر ښاري کمربند، سیاسي او دیني کارپوهانو او د مدني ټولنې پر فعالانو بریدونه ترسره کړي، د ملي امنیت منسوبینو له خوا نیول شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې دا دوه کسان چې یو یې فیروز کوچي نومیږي او بل رفیع الله نومېږي، د ماینونو، موټر بمونو، او ځان وژونکو واسکټنو په جوړلو کې مهارت لري.
د ملي امنیت ریاست د خبرپاڼې له مخې، دغه کسان د پاکستان دخیبر پښتونځواه اړوند په اکوړه خټک کې روزل شوي او د حقاني شبکې د یو قوماندان له خوا کابل ته د بریدونو د طراحي لپاره استول شوي وو.
د حقاني شبکې او وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
 
https://avapress.com/vdcirzaz5t1ayv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته