دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۱۱
د مطلب کود : 171826
کابل ښار کي د یوې خونړی پېښي مخه نیول شو
راپورونه وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو پلازمېنه کابل ښار کې د یو لړ ځانمرګو او ډلیز وسله والو بریدونو مخه نیولې ده.

د افغان غږ(افغان غږ خبري آژانس) آژانس د خبر له مخی، د ملي امنیت ریاسته نن ورځ مه خپره شوې خبرپاڼه کې ویلی دی، چې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په درېیمه امنیتي حوزه کې ځانګړي عملیات تر سره کړل.
خبر پانه زیاتوی، په یاد عملیاتو کې فیروز کوچی د دولت خان زوی او رفیع الله د زرګل زوی چې کابل کې یې د ځانمرګو او وسله والو بریدونو پلان درلود نیول شوي دي.
سرچینی وایی، له یاد کسانو څخه یو له چاودېدونکو توکو ډک لاسي بکس، یو میل تومانچه او یو عراده کرولا موټر هم نیول شوي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، یاد کسانو ۶ میاشتې د پېښور په اکوړه خټک کې د ماین، موتر بم او ځانمرګو واسکتونو د جوړولو زده کړې تر لاسه کړې دي.
ملی امنیت وایی، دغو کسان د حقاني شبکې د یوه قوماندان بشیر په لارښوونه د میدان وردګ ولایت د بند چک ولسوالۍ کې پلان جوړ کړی و چې پنځو تنو په واسطه به د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې په امنیتي کمربند برید کوي، خو دا پلان یې شنډ شو.
https://avapress.com/vdcau6n6i49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته