دخپریدو نیټه :يکشنبه ۸ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۰:۱۸
د مطلب کود : 171827
هلمند ولایت کې ۲۰ تنه وسله وال وژل شوی
راپورونه وایی، افغان پوځ په هلمند کې وسله والو پر پټنځایونو او د ترهګرو پر یوه مرکز ځانګړي عملیات تر سره کړي دي.

د افغان غږ خبري آژانش د خبر له مخي،  د افغانستان د ملی دفاع وزارت نن ورځ مه د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره څرګندوي، چې یاد عملیات ددغه ولایت په نهرسراج ولسوالۍ کې تر سره شوي.
سرچینی وایی، چې په یاد عملیاتو کې ۲۰ تنه وسله والو طالبانو وژل شوي او ۲۲ تنه نور شکمن کسان نیول شوي دي.
د خبر پانه په وینا، چې دغه بریدینو کې د وسله والو طالبانو د ځانمرګو د روزنې یو مهم مرکز او دغه راز ۶ نور پټنځایونه له منځه وړل شوي دي.
سرچنو وایی، چې د یاد عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو ۴ عرادې موټر او ۲۷ عرادې موټرسایکلونه هم له منځه وړل شوي دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ته څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcb58b8zrhbzwp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته