ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې ولسمشر غني پرون د فاریاب ولایت والي له ښاغلي نقیب الله فایق سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي، چېپه دغه کتنه کې چې د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکې ادارې رئیس متین بېګ هم حضور درلود د فاریاب والي نقیب الله فایق جمهوررئیس ته د هغه ولایت د لاسته راوړنو، ستونزو او ننګونو په اړه راپور ورکړ.
هغه د وچکالۍ ځپلو امنیت او هغوی ته پر وخت د خوراکي مرستو وېش ته د جمهوررئیس د پاملرنې قدرداني وکړه او د لا زیاتې پاملرنې غوښتنه یې وکړه.
د فاریاب والي همدارنګه د لوی لارې د امنیت د تامین غوښتنه وکړه.
په خبرپاڼه کې د ولسمشر غني په حواله راغلي ”کرنې وزارت ته د نورو ۵ زره ټنه غنمو د وېش لارښوونه کوم او د پراختیایي پروژو تطبیق ته ۱۰۰ میلیونه افغانۍ ځانګړې کېږي او بېلابېلو انکشافي برخو کې به نورې زیاتې مرستې هم وشي. “
ولسمشر غني زیاته کړه، د وسله وال پوځ اعلی سرقومندانۍ په غونډه کې د فاریاب د امنیتي وضعیت د ښه والي لپاره به زیات اقدامت او د پراختیایي پروګرامونو د تطبیق لپاره د خلکو وړاندیزونو ته د رسیدګی په موخه به له سکتوري وزارتونو سره کاري غونډې وشي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)