ښاغلي غني، چې د دوشنبې په ورځ (تلې/میزان ۹) د ښاروالانو درېیم ملي کنفرانس ته وینا کوله وویل، قانوني خلاء د ځمکو د غصب یو اصلي لامل دی او که په دې برخه کې سمې پالیسۍ موجودې وی، نو خصوصي سکتور به په ښارونو کې میلیاردونه ډالر پانګونه کړې وی.
هغه وویل "یا به قانوني لاره ورته برابروۍ، یا ځي غیر قانوني لارې ته او موږ کوتک اخیستی نه لاس د همکارۍ، نو ضرور ده چې موږ په خپلو خلاوګانو باندې پوه شو".
ښاغلي غني دغه راز وویل، په افغانستان کې اکثره تطبیق شوې استراتیژۍ ځکه بېنتیجې پاتې شوي، چې د افغانستان د وضعیت په اساس جوړې شوې نه دي او د نورو هیوادونو له استراتیژیو او قوانیونو څخه کاپي شوي.
د افغانستان د ښاروالانو درېیم ملي کنفرانس د څلور دیرشو ولایتونو د ښاروالانو په ګډون په ارګ کې جوړ شوی وو.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)