دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۱۶
د مطلب کود : 171866
غزنی ولایت کې وسله وال خپل ماین شکار شوي
د افغانستان دفاع وزارت وایي د غزني ولایت په اندړ ولسوالی کې د خپل ماین د چاودنې له امله پنځه تنه وسله وال وژل شوي دي.


د دفاع وزارت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې پیښه د غزني ولایت په اندړو ولسوالی کې رامنځته شوې ده.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د چاودنې له کبله یو تن ټپي هم شو دی.
د دولت ضد وسله والې ډلې اکثراً له امونیم نایټریټ څخه د سړک په غاړې په ماینونو کې کار واخلي په داسې حال کې چې افغان چارواکي وایي په دغو بریدونو کې اکثرا عام وګړي وژل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی یا یوناما وایي چې د ۲۰۱۸ د جنوري له لومړۍ نېټې څخه د جون تر ۳۰ نېټې پورې ۱۶۹۲ تنه ملکي وګړي وژل شوي، چې  د دولت ضد عناصرو له خوا په بریدونو کې ځای پر ځای شوي چاودیدونکو توکو کارونه د ملکي تلفاتو مخکښ لامل ګڼل کېږي.
د یوناما په وینا، د دولت ضد عناصرو له خوا د ځای پر ځای شویو چاودیدونکو فشاري توکو روانې بې توپیره او ناقانونه کارونې ۳۱۴ ملکي تلفات (۱۱۴ مړینې او ۲۰۰ ټپیان)  اړولي، چې زیاتره یې طالبانو ته منسوب شوي.
 
https://avapress.com/vdcepz8zpjh8fvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته