کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ترکمنستان: لویو اقتصادی پروژو کې افغانستان شریکول سیمی امنیت لپاره مهمه ده

9 میزان 1397 ساعت 15:23

د ترکمنستان ولسمشر قربان‌قلي بردي‌محمدف وايي چې په لویو اقتصادي پروژو کې د افغانستان شریکول به د سیمې د امنیت د ټينګښت لپاره مهمه وي او له ترورېزم سره مبارزه د منځنۍ اسیا د سیمه‎ییزې سټراتيژي په سر کې ځای لري.



ښاغلي بردي‌محمدوف د نیویارک په وخت د شنبې په مازدیګر د ملګرو ملتونو درې اویایمې عمومي اسامبلۍ ته وینا وکړه او هیله یې وښوده چې د ۲۰۱۹ میلادي کال د سولې او باور جوړونې کال وي.
نوموړي زیاته کړه:
"ترکمنستان یو نوښت کوي او د ۲۰۱۹ میلادي کال د سولې او باور کال نوموي. زموږ دا نوښت د هغو اقداماتو لپاره د چمتووالي ښودل دي چې هدف‌یې په سوله‎ییز ډیپلوماټیکه لاره د کړکېچونو کمول او په‎دې برخه کې د مسوولانه پرېکړو نیول دي."
ښاغلي بردي محمودف په خپله وینا کې د افغانستان سولې او ثبات ته هم خاصه اشاره وکړه او ویې ویل، د دغه هېواد ثبات د ټولې سیمې لپاره ډېر مهم دی.
ترکمنستان په تېر کې هم د افغانستان د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د همکارۍ سینه ډبولې او ویلي یې دي چې چمتو دی د افغان سولې له خبرو کوربه‎توب وکړي.

د افغان ولسمشر محمد اشرف غني په مشرۍ د ملي یووالي حکومت د کار له پیله تر دې دمه د منځنۍ اسیا هېوادونو په خاصه توګه ترکمنستان سره اړیکې ډېرې غښتلې کړي.
له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو د انتقال نل‎لیکه یا ټاپي، د لاجوردو د لرغونې لارې د پيل اساسي غونډې، د افغانستان په اړه د ریکا په څېر د مهمو سیمه‎ییزو اقتصادي غونډو جوړول هغه څه دي چې د افغانستان او ترکمنستان د دولتونو مهمې اړیکې پرې بنا دي.
 


د مطلب کود: 171868

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171868/ترکمنستان-لویو-اقتصادی-پروژو-کې-افغانستان-شریکول-سیمی-امنیت-لپاره-مهمه-ده

آوا
  https://www.avapress.com