کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د رای ورکوونکو د بایو مټریک وسایلو د برابرولو او تدارک قرارداد منظور شو

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 9 میزان 1397 ساعت 16:20



د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو کمېسیون پرون ماښام په ارګ کې ۲۱ تدارکاتي مورده وارزول او د ۵.۳۷ میلیون افغانیو په ارزښت یې ۱۹ پروژې منظور کړې.

غونډې د پکتیا ولایت د امنیه قوماندانۍ د ودانۍ او د ملي دفاع وزارت اړوند د اجناسو د ساتنې او مراقبت د برابرولو او تدارک قراردادونو د ورکړې د منظوري غوښتنه ردکړه او پرېکړه وشوه چې د دغو پروژو قراردادونه دې د جمهوري ریاست د عملیاتي او حمایوي واحدمالي او اداري ریاست له خوا مخته یووړل شي او بنایي تصدۍ دغه پروژه تطبیق کړي.
غونډه کې د ملي تدارکاتو کمېسیون د مخکېنیو لارښوونو د تحقق راپور او د ځینو پروژو د تعدیل غوښتنه وارزول شوه چې په پایله کې لاندې موارد تصویب شول. کمېسیون د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو د ریاست د تصدیق پروژې راپور  د تمدید وړ ونه باله او پرېکړه یې وکړه، چې یا دې په خپله او یا د آسان خدمت له لارې اقدام وکړي.  د مالیې وزارت ته دنده وسپارل شوه چې په دې برخه کې اړینه بودجه برابره کړي. او همدراز د دغې پروژې پر موثریت  او ارزونې ټینګار وشو.
غونډې د کابل د ۱۳مې ناحیې د عرفاني سرک د ډیزاین اوجوړولو غوښتنه منظور کړه اوکابل ښاروالۍ ته یې لارښونه وکړه چې د دغې پروژې د جوړولو د تدارکاتو بهیرد مقیدې داوطلبۍ له لارې ژر تر ژره ترسره کړي.
په دې غونډه کې د ولسي جرګې د مالي او بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د شفافیت څار بنسټ، د سیګار او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او بین المللي څارونکو هم حضور درلود.
 


د مطلب کود: 171874

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171874/د-رای-ورکوونکو-بایو-مټریک-وسایلو-برابرولو-او-تدارک-قرارداد-منظور-شو

آوا
  https://www.avapress.com