دخپریدو نیټه :دوشنبه ۹ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 171880
افغانستان د اقلیم د بدلون له ستونزو سره د مبارزې په خاطر تر ۲۰۳۰ کال پورې ۱۷ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري
په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له ستونزو سره د اغیزمنې مبارزې په خاطر ملي او نړیوالو ګډو اقداماتو ته اړتیا ده
د چاپیریال ساتنې ملي ادارې رییس وايي چې افغانستان د اقلیم د بدلون له ستونزو سره د مبارزې په خاطر تر ۲۰۳۰ کال پورې ۱۷ میلیاردو ډالرو ته اړتیا لري. شاه زمان میوندي چې د دوشنبې په ورځ یې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې ( په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له ستونزو سره مبارزه ) تر عنوان لاندې یوې خبري ناستې ته خبرې کولې، دې ته په ټینګار چې د اقلیم بدلون اوسني او راتلونکي نسل ته یو ستر ګواښ دی زیاته کړه، د حکومت له بودیجې او دونرانو له لوري چې څو سوه میلیونه ډالره په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له ستونزو سره د مبارزې په خاطر تر لاسه کیږي، د دغو ټولو اړتیاو په پرتله ډیرې لږې دي.
پداسې حال کې چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د ستونزو سره د مبارزې په برخه کې یو نړیوال مخکښ بنسټ دی اوس مهال یې ۳۶ میلیونه یورو د اقلیم د بدلون له ستونزو سره د مبارزې په خاطر ځانګړي کړي دي. په افغانستان کې د دغې ټولنې سفیر پیري مایدون په افغانستان کې د اقلیم د بدلون د اغیزو په اړه په اندیښنې سره وویل، دغه پیسې د افغانستان له دولت سره په همکارۍ په کلیوالو سیمو کې د مسکن د بدلولو په مخنیوي کې لګول کیږي. هغه وویل، اټکل شوی چې په افغانستان کې د اقلیم د بدلون له امله ۳۰۰ زره کسان د مسکن د بدلولو په حال کې دي.
په همدې حال کې د کرنې وزارت د طبیعي زیرمو عمومي رییس د هېواد له بزګرانو سره په اوږد مهال ملاتړ باندې ټینګار وکړ. هغه په کلیو کې د ۴.۵ ملیونو کاري بوختیاو رامنځته کول، د اوبو د سرچینو د مدیریت پر طرزالعمل کار کول، د کانالونو د اوبو د سییټم د ښه والي، په کښت کې د اوبو مدیریت د کرنې د وزارت له اساسي دندو څخه وبلل او زیاته یی کړه، افغانستان د غنمو او نورو حبوباتو، بڼوالۍ، د زعفرانو د کښت او د چرګانو د ساتنې په برخه کې ښې لاسته راوړنې لري، خو هغه یې کافي ونه بللې او ویی ویل (( د اقلیم بدلون په خوړو، اوبو او کرهڼه مستقیم اغیز لري او د خوړو، اوبو او انرژۍ د ترلاسه کولو لپاره ګډ کار ته اړتیا ده.)
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcaa6n6w49n0a1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته