د حزب جمعیت اسلامي اجرائیه رییس، چې یو مهال یې د حکومت له پتې د هېواد په شمال کې امپراطوري کوله؛ اوس د ملي وحدت حکومت له سختو ګوتڅنډونکیو څخه دی او له ولسمشر او اجرائیه رییس دواړو سره اختلاف څرګندوي.
د حزب جمعیت اسلامي اجرائیه رییس عطا محمد نور له آریانا نیوز سره په ځانګړې مرکه کې د تېر په څېر د خبردارۍ پر ژبه غږیږي او خپله غصه څرګندوي؛ خو دا ځل لږ جدي دی او وایي، که بهرنیان مداخله ونکړي، ارګ په درې ورځو کې پرته له وسلې نیسو.
عطا محمد نور تېر کال د ده د څرګندونو له مخې په یوه هوکړه کې د بلخ له ولایت څخه استعفا ورکړه.
اوس تصور کوي، چي په دی هوکړه کې د بدلون هڅې روانې دي.
نوموړي ولسمشر او کورنیو چارو وزیر ګواښلي، چې له حکومت سره د ده کړې هوکړه باید عملي کړي، که نه هېواد د کړکېچ لوري ته ځي.
عطامحمد نور وايي، چې په روانو ټاکنو کي هم حکومت راته ژمنې کړي دي. که هغه ژمنې عملی نشي تر مرګه به یې په وړاندي ودریږي.
ولسمشرۍ د نوموړي د څرګندونو په اړه تر دې دمه څه ندي ویلي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)