دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۰۸:۲۸
د مطلب کود : 171902
د بایومټریک وسایلو د تدارک په ګډون د ۵،۳۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۹ قراردادونه منظور شول
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی وایي د ملي تدارکاتو کمېسیون د ۲۱ تدارکاتي مواردو تر ارزونې وروسته، د ۵٫۳۷ میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۹ تدارکاتي موارد منظور کړي.

ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې په منظور شویو قراردادونو کې د رایه ورکوونکو د معلوماتو راټولولو بایومیټریک سیستم او وسایلو د تدارک او تهیې پروژه؛ د کاسا زر پروژې د څارنې لپاره د مشورتي کمپنۍ ګمارنه؛ د دارالامان ماڼۍ اساسي ترمیمات؛ د کندز د ارچي او شهروان کانالونو جوړول او بیارغاونه؛ د میدان‌ښار د لوژستیکي پارک ساحې هوارول او د سړکونو جوړول؛ د کابل سیند د ۲٫۵ کیلومټره پاکول؛ د خوشحال خان مېنې د ۱٫۷ کیلومټره سړکونو جوړول؛ د پولیسو د درې سوه بستریز روغتون د لومړۍ برخې ترمیماتي چارې او د کورنیو چارو وزارت د امنیتي قرارګاه د تحکمیاتو چارې شاملې دي.
خبرپاڼه زیاتويو چې د غونډې په ترڅ کې د مچلغو بند د جوړولو او ډیزاین په اړه د کمېسیون د پخوانیو پرېکړو د تحقق راپور؛ د ګبیوني پروژو تطبیقي طرحه او د بودجې برابرولو په اړه د مالیې وزارت هوکړې ته په پام د اوبو او برېښنا وزارت د اړتیا وړ بودجې برابرول؛ د تالقان ښار داخلي سړکونو پاتې کار، له ینګي‌قلعه تر چاه آب ولسوالۍ پورې د سړک جوړولو او پخولو پروژه او له چغچران تر ګردن‌دېوال پورې د سړک جوړولو پروژه؛ د کابل ښاروالۍ مالي او اداري معین ته د تدارکاتي اسنادو د طی مراحل لپاره پولي صلاحیت ورکول، تصویب شول.
د ارګ ماڼی په خبرپاڼه کې راغلي، چې له بل لوري په کاري میاشتو کې بدلون او د دقیقې نېټې پر اساس د کار پیل او پای او د بودجې د اصولو پر اساس د قرارداد پای ته رسېدل، د سمنګان ولایت د دره‌صوف ولسوالۍ د شباشک سړک د جوړولو پروژه او د قیصار ــ لامان حلقوي سړک پروژې د حقوقي چارو د پرمخ وړو په موخه د حقوقي بنسټ ګمارل هم د کمېسیون له لوري منظور شول.
د کمېسیون په دې غونډه کې د ملي شورا د مالي، بودجې او ملي اقتصاد کمېسیونونو، د افغانستان د بیارغاونې لپاره د امریکا متحده ایالتونو د ځانګړي څېړونکي استازي (سیګار) او د غوڅ ملاتړ سیستیکا ملي او نړیوالو څارونکو هم حضور درلود.
 
https://avapress.com/vdcfxydy0w6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته