دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۶
د مطلب کود : 171912
ملکیانو ته تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په حکومتي سیمو او د حکومتي ځواکونو له خوا اوښتې
د هدفي وژنو سره سره دا ځل ډيره مرک ژوبله د حکومتي ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې اوښتې ده،چې د د ولس اندېښنې یې راپرولې دي .
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي چې په ښارونو کې د ننه د ولسي وګړو مدني فعالانو قومي مشران، او خبریالانو تلفات د انديښنې وړ دي.
سېپګ په خپل تازه میاشتني راپور کې ويلي، چې د افغانستان په 12 ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو  او  هوايي بریدونو  نږدې 123ملکي کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ، چې103 کسان شهیدان شوي او20  نور ټپیان شوي دي ، چې یوه برخه يې ښځې او ماشومان دي  .
د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ (CPAG) د معلوماتو له مخې ، په تېره سپټمبر میاشت کې په شلو ولایتونو کې پراخ تلفات اوښتې دي ، چې د ښځو ، ماشومانو  په ګډون240 تنه ملکي وګړي شهیدان شوي او تر350زیات ټپیان شوي دي .
زمونږ د موندنو له مخې  په تېره سپټمبر میاشت کې زیاته ملکي مرګ ژوبله په ننګرهار ولایت کې رامنځته شوې ده ، چې یوازې په مومنددره ولسوالۍ کې په لاریون کوونکو ځانمرګي برید تر230 تنو زیات ملکي کسانو ته مرګ ژوبله واړوله ، چې له کبله یې68 تنه ملکیان شهیدان او165 نور ټپیان شول ، خو د کابل خونړی برید چې ،په ترڅ کې یې  د 6 تنو خبریالانو په ګډون  90 تنو ته مرګ ژوبله واړوله هم د اندېښنې وړ دی ، په یاد برید کې 2 تنه خبریالان ووژل شول او څلور تنه نور ټپیان شول همدارنګه په کندهار ولایت کې مدني فعال په یو برید کې ووژل شو ، په هدفي وژنو په کابل کې ولسي جرګې ته د یو تن نوماند ژوند واخیست او یو تن بل یې ټپي کړ
د (CPAG) ګروپ له دولت څخه غواړي ، چې د شپنیو عملیاتو او هوایي بریدونو پر مهال د ملکیانو ژوند ته پام وکړي او د ملکي مرګ ژوبلې د مخنیوي لپاره کوټلي ګامونه واخلي .
 د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ د تېرې اګست میاشتې کې 785 تنو ملکیانو مرګ ژوبله ثبت کړې وه ،چې 261 کسان شهیدان  او 524 نور ټپیان شوي وو.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcgqq9qxak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته