دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۱۷
د مطلب کود : 171919
مولانا سمیع الحق د افغان علماو او طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو وړاندیز کړی
د جمعیت علمای اسلام مشر مولانا سمیع الحق د افغان علماو او وسله والو طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو وړاندیز کړی دی.

د حقانیې مدرسې له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د افغان علماو او د سولې عالي شورا یوه پلاوي د یکشنبې په ورځ له مولانا سمیع الحق سره وکتل.
خبرپاڼه زیاتوي، چې افغان علماو او د سولې عالي شورا غړو له مولانا سمیع غوښتي چې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ منځګړیتوب وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، مولانا سمیع د افغان پلاوي د غوښتنې په ځواب کې د افغان علماو او وسله والو طالبانو ترمنځ د پټو خبرو اترو وړاندیز کړی دی.
مولانا سمیع الحق دا هم ویلي، چې افغان چارواکي، پخواني جهادي مشران او وسله وال طالبان باید له افغانستانه د امریکایي او ناټو ځواکونو د وتلو په اړه یوې موافقې ته ورسېږي.
د سولې عالي شورا او د افغانستان د علماو سرتاسري شورا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcdff0fnyt05n6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته