کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

منګولیا افغانستان ته سرتیري استوي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 میزان 1397 ساعت 14:22

د منګولیا دولت ویلي چمتو دی چې خپل یو شمیر سرتیري د ناټو غوڅ ملاتړ په چوکاټ کې افغانستان ته ولیږي.



د رپوټونو پر بنسټ، ټاکل شوې ده منګولیا د څه باندې سلو سرتیرو یوه ډله راتلونکې اونۍ افغانستان ته راولیږي چې له ناټو ځواکونو ترڅنګ به د افغان ځواکونو روزنه کوي.
په داسې حال کې چې ایټالیا ویلي د پارلماني ټاکنو پای ته رسیدو سره له افغانستانه خپل سل سرتیري باسي.
په داسې حال کې چې له دوه زره دریم کال راهیسيد منګولیاله پنځه زره څلور سوه سرتیري په دوه بیلو برخو کې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې ونډه لرله.
په ورته وخت کې ایټالیا ویلي چې د پارلماني ټاکنو پای ته رسیدو سره به له افغانستانه خپل سل سرتیري وباسي.
ناټو او امریکا اوس مهال په افغانستان کې شپاړس زره سرتیري لري او د افغان ځواکونو په روزنه او سلا مشورې بوخت دي
 


د مطلب کود: 171921

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171921/منګولیا-افغانستان-ته-سرتیري-استوي

آوا
  https://www.avapress.com