دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۴۵
د مطلب کود : 171924
بهرنیو ځواکونو کونړ کې طالبانو سرې قطعې دوه قوماندانان په نښه کړي
په افغانستان کې مېشت بهرنیو ځواکونو په کونړ ولایت کې د وسله والو طالبانو د سرې قطعې دوه قوماندانان وژلي دي.

په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې د کونړولایت اسمار ولسوالی د کنډرو په سیمه کې په وسلوالو طالبانو باندې هوایي برید ترسره کړی چې په ترڅ کې یي د وسلوالو طالبانو د سرې قطعې ۲ تنه قوماندانان هریو محمد یوسف او ملا ایوب وژل شوي او د هغوي یو عراده ډاډسن موټر چې پکې د درنو او سپکو وسلو مهمات بار ول ویجاړ شوی دی.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو د دوام او هوایي برید په ترڅ کې ملي دفاعي امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم مالي او ځاني زیان ندې اوښتې.
په همدې حال کې د ۲۰۱ سیلاب قول اردو وایي د قهر سیلاب دوه نمبر (۹) په نوم ګډ جګړه ییز او چاڼیزعملیات د کونړولایت دغازی آباد او اسمار ولسوالیو په اړوندو سیمو کې دوسلوالو مخالفینو اوترهګریزو ډلو دلمنځه وړلو، ځپلو، امنیت د لاپیاوړتیا، د ولسوالیو شورا او ولسي جرګې انتخاباتو ته د زمینې برابرولو په موخه د ملي اردو، ملي پولیس، سرحدي قواو او د ملي امنیت کارمندانو په شمول د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د دوهمې پلط لوا په مشری تېره ورځ پیل شوی او په بریالیتوب سره دوام لري.
 
https://avapress.com/vdcj8vevxuqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته