کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

هند صدراعظم: هندوستان او ازبکستان به افغانستان سولې لپاره په ګډه کار وکړی

10 میزان 1397 ساعت 14:47

د هندوستان صدراعظم وايي، هندوستان او ازبکستان به په ګډه د يوه باثباته، سوکاله او سوله ييز افغانستان لپاره همکاري کوي.




ناريندرا مودي پرون په نوي ډيلي کې يوه کنفرانس ته چې د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف هم ورسره و، د افغانستان سوله د سيمې له سولې او ثبات سره تړلې وبلله.
د ازبکستان ولسمشر شوکت ميرضيايف چې په يوه رسمي سفر هندوستان ته تللى، په دغه کنفرانس کې وويل، د افغانستان روانه لانجه له پوځي لارې نه حلېږي.

نوموړی وايي:
"موږ په افغانستان کې روانې جګړې ته هم جدي او دقيق پام واړاوه. د دې لويې ستونزې په اړه زموږ ګډ نظر دا دى چې دغه لانجه له پوځي لار نه حلېږي. د سولې يوازنۍ لار د افغانستان د حکومت او مخالف لوري ترمنځ سياسي ډيالوګ دى."
​ازبکستان تر دې مخکې هم د افغانستان د سولې له مسئلې سره د همکارۍ ژمنه کړې وه.
د ازبکستان د بهرنيو چارو وزير عبدالعزيز کاملوف د چنګاښ یا سرطان پر ١٧مه کابل ته د سفر پر مهال ويلي و، ازبکستان حاضر دى د افغانستان د سولې په ټينګښت کې مؤثر رول ولوبوي.
د افغانستان د سولې عالي شورا، د افغانستان د سولې په مسئله کې د ازبکستان او هندوستان د وروستي اعلان هرکلى وکړ.
د افغانستان د سولې او جګړې د انسټيټيوټ غړى حکمت الله اعظمي وايي اقتصادي ګټو د سيمې هېوادونه له دې جملې ازبکستان او هندوستان دې ته اړ کړي چې د افغانستان د سولې ملاتړ وکړي.
د افغانستان د سولې پر موضوع د تېرې وري یا حمل مياشتې پر ٧مه د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې هم بحث شوى و، چې د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم په کې برخه درلوده.


د مطلب کود: 171925

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171925/هند-صدراعظم-هندوستان-او-ازبکستان-افغانستان-سولې-لپاره-په-ګډه-کار-وکړی

آوا
  https://www.avapress.com