دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۴:۵۵
د مطلب کود : 171926
فاریاب کې ماین چاودنې له امله فاریاب والی ساتونکو ته مرګژوبله اوښتي
د فاریاب د والي ساتونکو ته د یوه ماین په چاودنه کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د فاریاب د امنیه قوماندانۍ ویاند کریم یورش وايي، د والي نقیب الله فایق پر یوه تعقیبي موټر د ماین چاودنه شوې چې په نتیجه کې د ساتونکو قوماندان نیک محمد وژل شوی او څلور نور ټپیان دي.
یورش وايي، پېښه تېره شپه هغه مهال وشوه چې د والي ساتونکي د ګزمې لپاره وتلي و او د هرات کمربند ته نېژدې سیمه کې د ماین چاودنه پرې وشوه.
https://avapress.com/vdcb58b80rhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته