دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۲۱
د مطلب کود : 171939
ولسمشر غني جنرال ظاهر اغبر ته مډال ورکړ

ولسمشر محمد اشرف غني د المپیک ملي کمېټې پخواني رئیس جنرال ظاهر اغبر ته د غازي میرمسجدي خان دولتي مډال ورکړ.
ارګ ماڼی په یوه بیان کې ویلي، چې په دې مناسبت پرون مازدیګر په ګلخانۍ ماڼۍ کې په جوړو شویو مراسمو کې د جمهوررئیس فرهنګي سلاکار اسدالله غضنفر  د هېواد د جمهوررئیس فرمان ولوست.
خبرپاڼه زیاتوي، چې ولسمشر غني د یاد مډال د ورکړې وروسته د المپیک ملي کمېټې له رهبرۍ څخه مننه وکړه چې د هڅو له امله یې د افغانستان د المپیک ملي کمېټې په سیمه‎ییزه او بین المللي کچه مقام ترلاسه کړی دی.
د ارګ ماڼی له مخې، جمهوررئیس غني د جنرال ظاهر اغبر د ښه مدیریت له امله د تېرکال په اسیاسي لوبو کې چې زموږ ورزشکاران وتوانېدل ډک لاسونه راستانه شي، هم مننه وکړه.
د المپیک ملي کمېټې مخکینې  رئیس جنرال ظاهر اغبر له ورزش څخه د هېواد د جمهوررئیس د ملاتړ  او دغه راز نوموړي ته د مډال د ورکړې له امله مننه وکړه
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfmydy1w6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته