دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۳۴
د مطلب کود : 171942
په اندونیزیا هېواد کې د وروستۍ زلزلې په اړه  د مشرانوجرګې د ډاډګیرنې  پیغام
د ملې شورا مشرانوجرګې په ډېرې خواشینۍ سره خبر تر لاسه کړ، چې په دي وروستیو کې د اندونیزیا د دوست او مسلمان هېواد د (پالو) په ښار کې د زلزلې او سونامي له امله درانه انساني تلفات اومالي زیانونه رسیدلي دي .
د ملي شورا مشرانوجرګه ددي ستري طبیعي پیښي په تړاو د خواخوږی او ډاډګیرني مراتب د اندونیزیا مسلمان ملت اود قربانیانو کورنیو ته وړاندې کوي . 
مشرانوجرګه په داسې حال کې چې د دوست او مسلمان هېواد اندونیزیا د زیانمنو خلګو په ویرکې ځان شریک بولي، دافغاني سري میاشتي له ټولني څخه غوښتنه کوي  چې د خپلو امکاناتوپه پام کي نیولو سره، د نورو نړیوالو مرستندویه بنسټونو ترڅنګ دي  ددي پيښي له قربانیانو سره  بشري مرستې و کړي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcjxvev8uqeahz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته