کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د ملي اردو د هغو منسوبینو معاشونه چې بایومتریک شوي ورکړل شوي دي

د صدای افغان خبری آژانس(آوا) , 10 میزان 1397 ساعت 18:10


د ملي دفاع وزارت ویاند چې د سه شنبې په ورځ یې په یوه خبري کنفرانس کې د خبریالانو پوښتنو ته ځوابونه ویل، زیاته کړه چې، د ملي اردو د هغو منسوبینو معاشونه چې بایومتریک شوي دي بې له کوم ځنډه ورکړل شوي دي.
سید غفور احمد جاوید وویل، اوسمهال د ملي اردو د منسوبینو د بایومتریک بهیر ۹۸ سلنه بشپړ شوی او پاتې ۲ سلنه به هم ډیر ژر بشپړ شي.
جاوید همدا راز زیاته کړه، همدا اوس د دښمن د ځپلو په موخه د هېواد د دفاعي او امنیتي ځواکونو تهاجمي او چاڼیز عملیات  په ۱۴ ولایتونو کې روان دي.
د ملي دفاع وزارت ویاند وویل، چې دغه وزارت د ټاکنو د امنیت خوندیتوب ته پوره ژمن دی، او د کورنیو چارو وزارت سره په همغږۍ کې د ټاکنو د امنیت د خوندیتوب په موخه پر یو پراخ امنیتي پلان باندې کار تر سره شوی دی.
هغه وویل، د ملي اردو منسوبین د هېواد د دفاعي ځواکونو په توګه په خپل ټول ځواک د خلکو د آرامۍ او امنیت د خوندیتوب په موخه هر ډول سرښندنې او قربانۍ ته چمتو دي او د ترهګرو د ځپلو پیاوړی هوډ او اراده لري. 
 


د مطلب کود: 171946

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171946/د-ملي-اردو-هغو-منسوبینو-معاشونه-چې-بایومتریک-شوي-ورکړل-دي

آوا
  https://www.avapress.com