دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۰ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۲۱:۵۴
د مطلب کود : 171962
پکتیا ولایت کې ۲۶ تنه وسله وال وژل شوی
ویل کیږی، باد غیس او پکتیا ولایتونو کې افغان امنیتی پوځ عملیات کړی دی.

د افغان غږ خبري آژانش د خبر له مخي، د ملې دفاع وزارت نن ورځ په یوه خبرپاڼه کې څرګندوی، افغان ځواکونو په یاد ولایتونو کې د وسله والو طالبانو پر ضد هوايي او ځمکني بریدیونه تر سره کړي دي.
سرچینی زیاتوی، په دغه عملیاتو ‎کې ۴۸ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په خبر پانه کي ویل شویی، افغان پوځ د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې د عملیاتو پر مهال ۲۶ وسله وال طالبان وژلي، ۳ تنه نور ټپیان شوي دي.
سرچنیو وایی، چې د افغان پوځیانو د بادغیس په بالامرغاب او د فراه ولایت په مرکز کې د چاڼیزو عملیاتو پر مهال ۱۲ وسله وال وژلي او ۷ نور یې ټپیان شوې دي.
خو تر اوسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdcb08b85rhbz9p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته