دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۴
د مطلب کود : 171966
ائتلافي ځواکونو په خوګیاڼو ولسوالی کې د داعشیانو پټنځایونه بمبار کړي دي
په افغانستان کې میشت بهرنیو ځواکونو د ننګرهار ولایت په خوګیاڼو ولسوالی کې د داعشیانو پټنځایونه بمبار کړي، چې له امله یې د داعش شپږ غړي وژل شوي.
په ختېځ کې د ملي پوځ ۲۰۱ سیلاب قول اردو په یوه بیان کې ویلي، چې د ائتلاف قواوو بې پیلوټه الوتکې د ننګرهار ولایت خوګیاڼي ولسوالی د وزیرو تنګي په سیمه کې د داعش تروریستي ډلې په پټنځایونو باندې هوایي برید ترسره کړی، چې په ترڅ کې یې د یاد ګروپ یو تن قوماندان شیرعالم په ګډون شپږ تنه داعش جنګیالی وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د عملیاتو د دوام او هوایي برید په ترڅ کې ملي دفاعي امنیتي ځواکونو او ملکي وګړو ته کوم مالي او ځاني زیان ندې اوښتې.
د داعشیانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار ولایت په ځېنو ناامنو ولسوالیو کې د داعشیانو او نورو وسله والو ډلو په وړندې چاڼیز عملیات او هوایي بریدونه دوام لري
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcfvydyvw6de1a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته