دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۵
د مطلب کود : 171970
د کال د پیل راهېسې ۶۰۴ زره افغانان له ایران او پاکستانه ستانه شوي
د مهاجرت نړیوال سازمان وايي، د ۲۰۱۸ میلادي کال د پیل راهېسې تر اوسه پورې ۶۰۴ زره افغانان له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته ستانه شوي دي.

په هغه راپور کې چې د سې شنبې په ورځ د کډوالۍ د نړیوال سازمان له خوا خپور شو راغلي چې د دې افغان کډوالو ګڼ شمېر یې په ایران کې د اقتصادي بحران له کبله خپل هېواد ته ستانه شوي او شمېر ۵۷۸ زره تنه ښودل شوی دی.
د کډوالۍ نړیوال سازمان له ایرانه خپل هېواد ته د یو شمېر ستنو شوېو افغانانو سره له خبرو وروسته ویلي چې د کار نشتوالي، د ایراني پولي واحد کم ارزښته کېدو او پر ایران د امریکا د بندیزونو اندېښنو دوی افغانستان ته په ستنېدو مجبور کړل.
دا سازمان همدارنګه وايي، افغانستان هم په بهتره وضیعت کې نه دی او دا مهال د بې کارۍ، اقتصادي کمزورۍ او د کورنیو بې ځایه شوېو کډوالو په څېر له لویو ستونزو سره مخ دی.
د کډوالۍ نړیواله اداره زیاتوي چې پاکستان هم په خپله خاوره کې پر افغانانو د اجباري وتلو په هدف فشارونه زیات کړي دي.
تردې مخکې د پاکستان صدراعظم ویلي و، هغه افغان کډوالو ته چې ماشومان یې پاکستان کې زیږیدلي او لوی شوې دي، د پاکستان د تابیعت پر ورکولو غور کوي.
 
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdca06n6w49n0o1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته