خوښ ديک ۰

داعش په ننګرهار ولایت کې انتحاری برید مسؤولیت په غاړه واخیسته

د داعش تروریستی ډله په ننګرهار کې تیری ورځې انتحاری برید مسؤولیت په غاړه واخیسته. دا ډله ادعا کوی چی په دی پيښه کې نږدی ۹۰ تنه وژل شوی او ټپیان شوی دی.
داعش په ننګرهار ولایت کې انتحاری برید مسؤولیت په غاړه واخیسته

د آوا په ګزارش سره، د ننګرهار ولایت کامه ولسوالی کې تیری ورځې (۱۰ میزان) برید کې چی ماسپښین رامنځته شو، ۱۳ تنه وژل شوی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
د سه شنبه ورځې په ماسپښین یو انتحاری کوونکې خپل چاودیدونکې توکې د ننګرهار ولایت کامه ولسوالی پارلمانی ټاکنو یو نامزد پلویانو په منځ کې چاودنه ورکړه.
لومړیو کی سیمه ایز چارواکې ددی پیښی تلفات ۷ تنه وژل شوی او ۲۵ تنه ټپیان اعلان کړ خو وروسته د وژل شویو شمیر ۱۳ تنو او ۳۰ تنو ټپیانو ته ورسیده.
عطاءالله خوګیانی د ننګرهار والی ویاند ویلی دی چی احتمالآ د تلفاتو شمیر بدلون کوی.
د خوګیانی په وینا انتحاری کوونکې د عبدالناصر مومند کامه وال ټاکنیز کمپاین دفتر تر خپل برید لاندی راوړی دی.
 
چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۱۶
د مطلب کود: 171976 په کلپبورډ کې د خبر متن کاپی
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *