دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 171976
داعش په ننګرهار ولایت کې انتحاری برید مسؤولیت په غاړه واخیسته
د داعش تروریستی ډله په ننګرهار کې تیری ورځې انتحاری برید مسؤولیت په غاړه واخیسته. دا ډله ادعا کوی چی په دی پيښه کې نږدی ۹۰ تنه وژل شوی او ټپیان شوی دی.

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، د ننګرهار ولایت کامه ولسوالی کې تیری ورځې (۱۰ میزان) برید کې چی ماسپښین رامنځته شو، ۱۳ تنه وژل شوی او ۳۰ تنه نور ټپیان شوی دی.
د سه شنبه ورځې په ماسپښین یو انتحاری کوونکې خپل چاودیدونکې توکې د ننګرهار ولایت کامه ولسوالی پارلمانی ټاکنو یو نامزد پلویانو په منځ کې چاودنه ورکړه.
لومړیو کی سیمه ایز چارواکې ددی پیښی تلفات ۷ تنه وژل شوی او ۲۵ تنه ټپیان اعلان کړ خو وروسته د وژل شویو شمیر ۱۳ تنو او ۳۰ تنو ټپیانو ته ورسیده.
عطاءالله خوګیانی د ننګرهار والی ویاند ویلی دی چی احتمالآ د تلفاتو شمیر بدلون کوی.
د خوګیانی په وینا انتحاری کوونکې د عبدالناصر مومند کامه وال ټاکنیز کمپاین دفتر تر خپل برید لاندی راوړی دی.
 
https://avapress.com/vdcguq9q3ak9uy4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته