کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

ټاکنیز موادو حساس او غیری حساس لویه برخه و کابل ته رسیدلي

11 میزان 1397 ساعت 13:30

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې د ولسي جرګې انتخاباتو ته چمتووالی د بشپړېدو په حال کې دی او ډېری حساس او غیر حساس مواد کابل ته را رسېدلي دي او وروستۍ جوپه به‎یې نن را ورسېږي.



د دغه کمېسیون منشي او ویاند سید حفظ الله هاشمي په دی اړه وویل، دغه مواد د نورو ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي او د کابل زون پنجشیر، کاپیسا او د پروان ولایتونو مرکزونو ته به نن ورسېږي.

دی وايي:
"هغه حساس مواد چې د انتخاباتو لپاره په‎کار دي لکه پوسټرونه، رنګ، قرطاسیه او نور بېلابېل مواد ټول رارسېدلي دي او دغه مواد د کابل زون پرته د نورو ټولو ولایتونو مرکزونو ته رسېدلي دي."
ښاغلی هاشمي زیاتوي چې د بایومټریک شاوخوا اته نیم زره دستګاوې؛ پرینټر او سرورونه کابل هم ته رسېدلي او پاتې نور به نن د چهارشنبې په ورځ له دُبۍ کابل ته را ورسېږي.

نوموړی وايي، د بایومټریک وسایلو د کارېدنې او د انتخاباتو مرکزونو د کارکوونکو د نیولو لپاره چټک کار روان دی.
د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د روان کال د میزان په ۲۸مه ترسره کېږي او دا مهال ورته له غزني پرته د کاندیدانو له لوري په ټولو ولایتونو کې کمپاینونه روان دي.
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د څار بنسټ یا فیفا که څه هم د انتخاباتو د چمتووالي له هڅو هرکلي کوي، خو په ولایتونو او له ولایتونو ولسوالیو ته د حساسو مواد د لېږد د خوندیتوب په اړه اندېښمن دي.
د دغه بنسټ اجرائیوي یوسف رشید وايي، که حساس مواد خوندي ونه ساتل شي، راتلونکي انتخاباتو شفافیت به تر پوښتنې لاندې راشي.
په افغانستان کې روانه ناامني د ولسي جرګې د راتلونکو انتخاباتو په وړاندې تر ټولو ستره ستونزه ده.
خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي چې امنیتي ادارو ورته بشپړ چمتوالی نیولی او ډاډ ورکوي چې دغه انتخابات به په ټاکلي وخت په شفاف ډول ترسره شي.


د مطلب کود: 171979

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/171979/ټاکنیز-موادو-حساس-او-غیری-لویه-برخه-کابل-ته-رسیدلي

آوا
  https://www.avapress.com