دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۴۷
د مطلب کود : 172001
ښاغلی شعیب رحیم د کابل ښاروالۍ سرپرست په توګه وټاکل شو
د راپورونو له مخې د کابل ښاروالۍ مالي او اداري مرستیال شعیب رحیم د ولسمشر د یوه فرمان پر اساس د کابل ښاروالۍ سرپرست په توګه ټاکل شوی دی.

د کابل ښاروالي یوه باخبره سرچینه وایي ښاغلي شعیب رحیم د جمهوري ریاست د عالي مقام د یوه فرمان په اساس د کابل سرپرست ښاروال په توګه ګمارل شوی دی.
د افغانستان جمهوري ریاست دفتر یا ارګ ماڼی تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
تر دې وړاندې د کابل سرپرست ښاروال عبدالله حبیب زي نږدې یوه میاشت مخکې له دندې استعفا ورکړه خو د استعفا ورکولو د لامل په اړه يې رسنیو ته څه ونه ویل.
خو له دې وړاندې داسې راپورونه خپاره شوي وو چې ګواکې ښاغلي حبیب زي د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا له دندې ګوښه کړای شوی دی.
 
https://avapress.com/vdcgzx9qqak9uz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته