دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۷ ساعت ۱۷:۵۰
د مطلب کود : 172002
یوناما: ټاکنیز کمپاینونو په دوره کې ملګری ملتونه د تاوتریخوالی له امله امدیښمند دی
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي (یوناما ) د اکتوبر د ۲۰ ڼیټی د پارلماني ټاکنو د کمپاین په دوره کې د یو لړ تاوتریخوالي لکه د کاندیدانو، د هغوی د استازو او ملاټرو پر وړاندې ډارونه او پر هغوی د بریدونو په اړه خپله اندیښنه سرګنده وي .

د یوناما له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې ملګري ملتونه د نن ورځي ترټولو جدي هغه پیښه غندي کله چې یو ځانمرګی برید کوونکی په ننگرهار کې د کمپاین په غونډه برید کوي او لږترلږه ۱۴ تنه ملکي وګړي وژنې او ۴۲ تنه نور ټپي کوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې له هغه وخته چې کمپاین په رسمی توګه د سپتمبر په ۲۸ مه پیل شو، ډیری بریدونه وشول چې په ترڅ کې یې یو نوماند ووژل شو، د بل نوماند درې تنه ساتونکي ووژل شول، او همدارنګه د یو بل نوماند استازی او زوی باندې ډزي وشوي.
یوناما له ټولو خواوو غوښتنه کوي چې د نوماندانو او رایه ورکوونکو په وړاندې تاوتریخوالی او ډار ودروي.
افغانانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تدامیچي یاماموتو وویل “زه د هغو بریدونو له امله چې په قصدي توګه هغه ملکیان په نښه کوي چې غواړي په ټاکنو کې د ګډون لپاره خپل اساسی حق وکاروي، خواشینی یم”.
هغه زیاته کړه “په ننګرهار کې د نن ورځې له شرمه ډک برید د افغانستان د خلکو په اساسي حقونو برید دی”.
د یوناما د خبرپاڼې له مخط، داسې ښکاري چې د نن ورځې ځانمرګي برید په قصدي توګه د ټاکنیزو مبارزو په غونډه کې راټول شوي خلک په نښه کړي دي.
د یوناما په وینا، افغان ملکي وګړي د ۲۰۱۸ کال ټاکنو اړوند تاوتریخوالي اغېزمن کړیدي. د یوناما په مخکیني رپورټ کې، مستند شوي چې په تېر پسرلی کې د رایه ورکوونکو د نوم لیکنې بهیر له پیل سره سم د ټاکنو اړوند تاسیساتو باندې بریدونه شویدي.
ملکي وګړو ته تر ټولو زیات د سر تاوان د اپریل په ۲۲ مه هغه مهال واوښته، کله چې یوه ځانمرګي بریدګر د تذکرو د ویش دفتر څخه بهر راټول شوي خلک په نښه کړل او ۱۹۸ ملکي وګړو ته یې مرګ ژوبله واړوله.
 
https://avapress.com/vdchvinzi23nqvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته